په نګورنو قرباغ کې د سون موادو په يو زېرمتون کې د چاودنې له امله ۲۰ تنه وژل شوي
CMG2023/09/27 11:03:04
شريکول:

د روسیې نيوز خبري اژانس د سپتمبر په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د نګورنو قرباغ سیمې کې (Nagorno-Karabakh) کې تېره ورځ د سون موادو يوه زيرمتون چاودنه کړې، چې له امله يې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۲۹۰ کسان ټپيان شوي او يو شمېر نور تری تم دي.

خبر وايي، چې د يادې پېښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي، چې پکې د شاوخوا سلو کسانو حالت نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه د يادې چاودنې لامل نه دی معلوم شوی.