سلوادور، سليمان ټاپوګان او تانزانيا د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک غړي شول
CMG2023/09/27 11:03:38
شريکول:

د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د سپتمبر په ۲۶مې نېټې ويلي، چې د مصر په شرم الشيخ ښار کې يې د اتمې شورا د کلنۍ غونډې په ترڅ کې په دغه بانک کې د سلوادور، سليمان ټاپوګان او تانزانيا د شاملېدو غوښتنې تصويب کړې دي.

اوسمهال د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې بانک د غړيو شمېر ۱۰۹ ته رسېدلی، چې د نړيوالو نفوس ۸۰ سلنه او د نړۍ د توليدي اندازې ۶۵ سلنه نيسي.