د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د سپتمبر په ۲۶مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې د کمربند او لارې د نړيوالو همکاريو د درېيم سرمشريز فورم چمتوالی روان دی او د نړۍ د ۱۳۰ هېوادونو او د نړيوالو سازمانونو استازي به پکې ګډون وکړي.
وانګ ون بين ويلي، چين به د کمربند او لارې له همکارانو سره د ياد فورم د چمتوالي په پار د نظر تبادلې او تماسونه روان وساتي.