چين په تېرو ۸ مياشتو کې ۱۶ اعشاريه ۵ ټنه نشه يي توکي نیولي
CMG2023/09/27 11:01:40
شريکول:

د چين شه يي‌ توکو ضد ملي کمېټې د سپتمبر په ۲۶مې نېټې په يوه ځانګړي راپور کې ويلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې يې د نشه يي توکو ۲۶ زره قضيې ثبت کړي، چې دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.

راپور وايي، د چين حکومت په يادې مودې کې د نشه يي توکو د اړوندو جرمونو په تور ۳۹ زره کسان او ۱۶ اعشاريه ۵ ټنه مختلف ډوله نشه يي توکي هم نيولي، چې دا بیا د تېر کال د ورته مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۱۶ اعشاريه ۴ سلنه او ۲۴ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي او سربېره پر دې، په همدې مودې کې يې ۱۱۰ زرو روږدو کسانو ته سزا هم ورکړې ده.