د چين استازي د بشري حقونو شورا کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو غوښتنه وکړه
CMG2023/09/27 14:52:49
شريکول:

په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نړيوالو سازمانونو په استازنځايونو کې د چين دايمي استازي چن شوی د سپتمبر په ۲۶مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مې غونډې ته وينا کړې او پر بېلابېلو خواوو يې غږ کړی، چې د مساوات او متقابل درناوي پر بنسټ ډيالوګ، خبرې اترې او نظر تبادلې وکړي، خپلمنځي همکارۍ ټينګې او ستونزې حل کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي.

نوموړي د ځينو هېوادونو کړنې سمې او مناسبې نه دي بللې، چې د خپل معيار له مخې د نورو هېوادونو د بشري حقونو څرنګوالی تشخيص کوي او د بشري حقونو په پلمه د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي

نوموړي ويلي، چې د بريتانيا او امريکا په شمول لوېديځو هېوادونو کې له بهرنيو کرکه او سخت نژادي او مذهبي تبعيض روان دی، د بېوزلۍ او بېکارۍ مسئلې پکې په ډېرېدو دي او د مسلمانانو، کډوالو، افريقايانو، افريقايي اصله او بومي خلکو په شمول د لږکيو پر حقونو تېری کيږي.

چن شوی زياته کړې، چې لوېديځ هېوادونه پر خپلو يادو مسئلو سترګې پټوي او برعکس پر پرمختيايي هېوادونو تورونه لګوي او بشري حقونو ته سياسي رنګ ورکوي، چې د دوی دغسې کړنې د خلکو له مخالفتونو سره مخ شوې دي.