د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو دفتر مشر وانګ يي د روانې مياشتې په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د دوبۍ کنفرانس له رئيس او د عربي متحده اماراتو د اقليمي بدلون له ځانګړي استازي سلطان سره کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.
وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې د زرغون او دوامدار پرمختګ د مفکورې او عمل په اړه د چين کلک هوډ څرګند کړی او چين يې د اقليمي بدلون د مخنيوي ملاتړی او ټينګ فعال ياد کړی دی.
نوموړي ويلي، چين د عربي متحده اماراتو بشپړ ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د دوبۍ کنفرانس کوربتوب وکړي او غواړي ور سره نژدې اړیکې او همکارۍ وساتي، څو دغه کنفرانس مثبتې پایلې ولري.
سلطان ويلي، عربي متحده امارت د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې او د نړۍ د دوامدار پرمختګ وړانديزونو لپاره د دغه هېواد د خدمتونو ډېره ستاينه کوي او هيله يې ښودلې، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د دوبۍ کنفرانس د برياليتوب لپاره له چين سره ګډ کار وکړي.
وانګ يي په همدې ورځ په بېجينګ کې د امريکا له پخواني ماليې وزير او د پاولسون صندوق مشر پاولسون سره هم کتلي دي.
وانګ يي له پاولسون سره په خبرو کې د چين او امريکا د اړيکو خرابېدل د دواړو هېوادونو د خلکو په زيان او د نړيوالې ټولنې د تمې خلاف بللي او په وينا يې، د دواړو هېوادونو د اړيکو خرابېدل له زماني پرمختګ سره هم سمون نه لري.
نوموړي هيله ښودلې، چې امريکا د چين په اړه تګلارې منطقي او عملي لارې ته وګرځوي، واقعي ګامونه پورته کړي، مثبت لېست اوږد او منفي لېست محدود کړي او له چين سره په ګډه د سوله ييز ژوند لاره ومومي.
پاولسون ويلي، چې هغه د امريکا او چین ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل او ساتلو هرکلی کوي او په وينا يې، دواړه هېوادونه بايد د ګډ ژوند سمه لاره پيدا او متقابل اعتماد جوړ کړي او د خپلمنځي اړيکو د ټينګښت او ښه والي لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
نوموړي ويلي، چې صندوق به يې د امريکا او چين د تګ راتګ او همکاريو د ژورتيا لپاره مثبت رول ولوبوي.
(ژباړه: شکريه)