په ګډه له اسيايي لوبو څخه خوند اخيستل: د هانګ جو يوه ښوونځي څخه د افغان لوبغاړو لېدنه
CMG2023/09/27 21:08:15
شريکول:

په ګډه له اسيايي لوبو څخه خوند اخيستل: د هانګ جو يوه ښوونځي څخه د افغان لوبغاړو لېدنه

د هانګ جو د ۱۹مې دورې په اسيايي لوبو کې د افغانستان د کرکټ، جودو، ووشو او د وزن پورته کولو د ملي لوبډلو ځینو لوبغاړو د سپتمبر په ۲۷مې نېټې د هانګ جو  دارالمعلمين د دونګ چنګ منځني ښوونځي څخه لېدنه وکړه او د هانګ جو د منځنيو او لومړيو ښوونځيو له زده کوونکو سره يې يو ګډ فعاليت تر سره کړ.


د هانګ جو ښوونځي د افغانستان د لوبغاړو لپاره د ښه راغلاست درانده مراسم تر سره کړل او د دې ښوونځي زده کوونکو افغان لوبغاړو ته د کاغد کيچۍ، ښاماري نڅا او خطاطۍ په شمول د چين عنعنوي دوديز هنرونه او نندارې وړاندې کړې.

کرکټ مشهوره لوبه ده او په ټوله نړۍ کې ډېر مينوال لري او د افغانستان د کرکټ لوبغاړي بيا مخکښ نړيوال مقام او د لوړې سويې مهارتونه لري.

د افغانستان د کرکټ لوبغاړو چيني زده کوونکو ته د بېټينګ، بالينګ او کېفېنګ لارې چارې ور زده کړې او د کرکټ په هکله يې معلومات ورکړل.

 افغان لوبغاړو له زده کوونکو سره د چين عنعنوي لوبې تجربه کړې، د چين د دوديزې موسيقۍ الې یې وغږولې او چيني انځورګري او خطاطي يې مطالعه کړه. د چين د یاد ښوونځي زده کوونکو  افغان لوبغاړي ډېر خوښ کړل او له دوی سره يې په زړه پورې شېبې تېرې کړې.