د چين او اروپايي ټولنې ۱۰م لوړ پوړی اقتصادي او سوداګريز ډيالوګ يو لړ لاسته راوړنې لري
CMG2023/09/27 10:34:23
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت د سپتمبر په ۲۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د چين او اروپايي ټولنې د ۱۰مې دورې په لوړ پوړي اقتصادي او سوداګريز ډيالوګ کې، چې د روانې مياشتې په ۲۵مې نېټې په بېجينګ کې تر سره شو،  دواړو خواوو د عمومي اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې، صنعتي او اکمالاتي ځنځير او پولي همکاريو په اړه ډاګيز، واقعي او اغېزناک بحثونه کړي او يو لړ ښې لاسته راوړنې لري.

دواړو خواوو څرګنده کړې، چې اوسنۍ نړۍ د سخت تاريخي بدلون په حال کې ده او د اقتصاد د بيا اعاده کېدو ځواک يې کمزوری شوی دی، نو په داسې حال کې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ دوامدار ډيالوګ او همکارۍ او د ګډ پرمختګ او سمسورتيا هڅول ځانګړی اهميت لري.