د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې د جه جيانګ ولايت چټک پرمختګ
CMG2023/09/27 14:58:47
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد له جه جيانګ ولايت څخه ليدنه وکړه. جه جيانګ د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې د مخکښ ولایت په توګه يادېږي. شي جين پينګ په دغه ليدنه کې د چيني شکله عصري کېدو په برخه کې د دغه ولايت د نمونوي رول د پياوړتيا او د پرمختيايي سرعت د چټکوالي لوری روښانه کړی.

( عکس: د ۲۰۲۳مکال د سپتمبر په ۲۰مې نېټې، شي جين پينګ د جه جيانګ ولايت له لي ځو کلي څخه د ليدنې په حال کې )

جه جيانګ ولايت څرنګه د عصري کېدو په بهير کې د چين له نورو سيمو څخه مخکښ دئ؟

د جه جيانګ ولايت ځمکنی مساحت څه باندې سل زره کيلومتره مربع دی او د چين د نورو ډېری ولايتونو په پرتله لوی نه دی. د تېرې پېړۍ په اوومه او اتمه لسيزه کې په چين کې د پلانيز اقتصاد تګلارې پلې کېدې، په هغه وخت کې جه جيانګ ولايت لومړی له دغه اقتصادي نظام څخه وتلی او د بازاري اقتصاد د پرمختګ په اړه يې ډېرې هڅې کړې او د نړۍ د حيرانتيا وړ اقتصادي برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

جه جيانګ د پرمختګ په بهير کې د نړۍ د زياتو هېوادونو او سيمو په شان د ځمکو، برېښنا، اوبو او ټېکنالوژيکو کارګرو د کمبود او د چاپېريال د ککړتيا په شمول د چټکې پراختيا له معمولي ستونزو سره مخ شوی و. دغه ولايت له تېرو لسګونو کلونو راهيسې د يادو مسئلو د حل لپاره د اقتصادي پرمختګ لاره د شمېر له زياتوالي څخه د کيفيت لوړوالي ته بدله کړې او د ډيجيټلي اقتصاد، پرانيستي اقتصاد او زرغون اقتصاد په برخو کې يې د هېواد له نورو سيمو چټک پرمختګ کړی دی. ويل کېږي، چې جه جيانګ ولايت د باکيفيته پرمختګ په اړه خپله مناسبه لار پيدا کړې او د چيني شکله عصري کېدو مخکښ ګرځېدلی دی.

عصري اقتصاد   

د شي جين پينګ د اقتصادي مفکورې له پام وړ خبرو څخه دا ده، چې نوښت بايد د اقتصادي پرمختګ د عمده خوځنده ځواک رول ولوبوي. شي جين پينګ جه جيانګ ولايت ته د سفر په ترڅ کې له دغه ولايت څخه غوښتنه کړې، چې صنعتي اقتصاد ته بايد د عصري صنعتي سيستم د بنسټ مقام ورکړي، د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې دې د مهمو نوښتونو ګامونه چټک کړي، د لوړې کچې، ځيرکتيا او زرغونتیا په بڼه دې توليدي صنايعو ته پرمختګ ورکړي او د تازه سمسورو صنعتي چارو او ډيجيټلي صنعت په نړيوالې سيالۍ کې دې وړتياوې خپلې کړي.

(عکس: د ۲۰۲۳م کال د مې په ۲۴مه نېټه، د جه جيانګ ولايت يو شرکت د نوبيل جايزې له ګټوونکي پروفېسر انډري جېم سره ټېکنالوژيکې همکاري کړې)

د لوړې کچې ورخلاصون

له ورخلاصون پرته د عصري کېدو پرمختګ نه شي رامنځته کېدای. جه جيانګ ولايت د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق په جريان کې مخکښ شوی او د اقتصادي پرمختګ ډېر فرصتونه یې خپل کړي‌ دي.

د يي وو د نړيوالې سوداګرۍ مرکز په نړۍ کې د کوچنيو سوداګريزو توکو د عمده پلور لومړی لوی بازار بلل کېږي. په دغه سوداګريز مرکز کې څه باندې ۲ ميليونه او ۱۰۰ زره ډوله سوداګريز توکي پيدا کېږي او د نړۍ  ۲۳۰ زياتو هېوادونو او سيمو ته ترې صادرات کېږي. دغه سوداګريز مرکز هم د چين د شخصي اقتصادونو د راغونډېدو ځای دی، چې پکې ۷۵ زره دوکانونه شته، د ۲ میليونه او ۱۰۰ زرو منځنيو او کوچنو شرکتونو کاروبار او د ۳۲ ميليونو وګړو کاري دندې له دغه مرکز سره تړاو لري. شي جين پينګ جه جيانګ ولايت ته د سفر پر مهال له يي وو څخه ليدنه کړې او هغه مهم پيغام يې ورکړی، چې د لوړې کچې ورخلاصون او شخصي اقتصاد به د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې مهم رول ولوبوي.

(عکس: په ۲۰۲۲م کال کې د يي وو د بهرنې سوداګرۍ عمومي ارزښت له ۴۷۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی دی.)

عصري کرنيزې چارې

د کرنيزو چارو او کليوالو سيمو عصري کېدل د چيني شکله عصري کېدو مهمه برخه ده. شي جين پينګ د جه جيانګ ولايت له لرې پرتې سيمې لي ځو کلي څخه ليدنه وکړه. نوموړي ۲۰ کاله مخکې د جه جيانګ ولايت د مسئول په توګه دنده درلوده او پر هغه مهال يې د کليوالو سيمو د توليد، ژوند او چاپېريال د ښه والي يوه پروژه پيل کړې وه. له ۲۰ کلونو راهيسې د نوموړي کلي په شمول د جه جيانګ ولايت په کليوالو سيمو کې لوی بدلونونه رامنځته شوي دي. هر کال په لي ځو کلي کې د سيلانيانو شمېر له ۲۰۰ زرو تنو زيات دی او د هر کليوال منځنی کلنی عايد ۵۲ زرو يوانو ته رسېدلی دی. شي جين پينګ له جه جيانګ ولايت څخه غوښتنه کړې، چې د ښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ د پرمختګ واټن، د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د پرمختګ واټن او د خلکو د عايداتو ترمنځ واټن دې کم کړي.

(عکس: په ۲۰۲۳م کال کې د جه جيانګ ولايت د يان شيا پان کلي سيلانيز عايدات له ۵۰۰ ميليونو يوانو څخه زيات دي.)

عصري تمدن

جه جيانګ ولايت د لرغوني او عصري تمدنونو ترمنځ د پيوسون ښه بېلګه بلل کېږي. په دغه ولايت کې د ليانګ جو لرغوني ښارګوټي کنډوالې او له ۲۵۰۰ کالو اوږد تاريخ لرونکی کانال شته. شي جين پينګ په جه جيانګ ولايت کې د کانال د کلتور له دولتي پارک څخه ليدنه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چې دغه ولايت بايد د چيني ملت د عنعنوي کلتور د نوښتونو او پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

(عکس: د جه جيانګ ولايت په شاو شينګ کې د لوی کانال برخه)