د چین د رېل پټلۍ دولتي شرکت د سپتمبر په ۲۷مې نېټې يو اټکلی راپور خپور کړی، چې له مخې يې، د دوديز سپوږمۍ اختر او ملي جشن د رخصتۍ په موده کې ښايي۱۹۰ ميليونه خلک په اورګاډو کې تګ راتګ وکړي.
راپور وايي، چې د سپتمبر له ۲۷مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۸مې نېټې پورې به په منځنۍ توګه هره ورځ ۱۵ میليونه او ۸۳۰ زره مسافرين په اورګاډو کې تګ راتګ وکړي.
د چين د رېل پټلۍ دولتي شرکت مسئول رسنيو ته ويلي، چې سږکال به د سپوږمۍ اختر او ملي جشن رخصتۍ ۸ ورځې وي او ډېری چينايان غواړي په همدې مودې کې سفرونه وکړي او په اورګاډو کې د مسافرينو شمېر د زياتېدو په حال کې .