په ۲۰۲۲م کال کې د چين بهرنۍ پانګونې په نړۍ کې مخکښ ځای نيولی
CMG2023/09/28 10:54:46
شريکول:

د چین د سوداګرۍ وزارت، د احصايې ملي ادارې او د بهرنيو اسعارو ملي ادارې د سپتمبر په ۲۸مې نېټې په تېر ۲۰۲۲م کال کې د چين د مستقيمې بهرنۍ پانګونې د احصايې ګډ راپور خپور کړی دی.

راپور ښيي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د بهرنۍ پانګونې کچې د نړۍ مخکښ ځای خپل کړی او د مستقيمې بهرنۍ پانګونې اندازه يې ۱۶۳،۱۲ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلې، چې دوهم نړيوال ځای يې خپل کړی دی.

چين د پانګونې په برخه کې په تېرو پرله پسې ۱۱ کلونو کې د نړۍ په درېيو سترو هېوادونو کې ځای نيولی او له تېرو اوو کالونو راهيسې يې د نړۍ له ۱۰ سلنې څخه زياتې ونډې جوړې کړې دي.  

د چین شرکتونو د نړۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېرو هېوادونو او سیمو کې پانګونې کړي او د ۲۰۲۲م کال تر پایه یې د نړۍ په ۱۹۰هېوادونو او سيمو کې ۴۷ زره  فرعي څانګې جوړې کړي دي.

د چين د يادو پانګه اچوونکو شرکتونو نږدې ۶۰ سلنه په اسیا کې، ۱۳ سلنه په شمالي امريکا او ۱۰،۲ سلنه په اروپا کې، ۷،۹ سلنه په لاتینې امریکا کې، ۷،۱ سلنه په افریقا کې او ۲،۶ سلنه په اوشینیا کې دي.

د چين ۱۶ زرو شرکتونو د کمربند او لارې په اوږدو کې خپلې څانګې پرانیستلې دي.