په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د سپتمبر په ۲۶مې نېټې پر پرمختللو مرسته برابرونکو هېوادونو غږ کړی، چې د ژمي د رارسيدو په درشل کې افغانان هېر نه کړي او د ژوند اړتياوو ته يې پاملرنه وکړي.
نوموړي ويلي، بشري مرستې بايد د فشار اچولو وسيله ونه ګرځي او افغانان بايد سياسي قربانيان نه شي.
جانګ جون د امنیت شورا د افغان مسئلې علنۍ غونډې ته ويلي، چې د سرمنشي راپور ښيي، چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري، خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو سږني پلان تر اوسه ۲۷٪ پانګې راغونډې کړې دي.
نوموړي ويلي، چې په سياسي او ايډيالوژيکي لاملونو له افغانستان سره د مرستو کمښت او له نورو مسئلو سره د بشري مرستو نښلول به يوازې د دغه هېواد د ثبات او پرمختګ په لار کې خنډونه واچوي.
جانګ جون ويلي، چين هيله لري، چې نړيواله ټولنه د سيمه ييزو هېوادونو د هڅو ملاتړ وکړي او د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ ميکانيزم او د شانګهای همکارۍ سازمان- افغانستان د ارطباتي ډلې رول ولوبوي او له افغانستان سره ګډه مرسته وکړي، چې د پرمختګ بالقوه توان په کار واچوي او امنیت او ثبات وساتي.
نوموړي زياته کړې، چې هېواد به یې له افغانستان سره د مرستو په اړه خپلې ژمنې پلې کړي او له اړتياوو سره سم به له دغه هېواد سره بشري او پرمختيايي مرستو ته دوام ورکړي.