ولې د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک دومره جاذبه قوت لري؟
CMG2023/09/28 11:19:18
شريکول:

د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د اتمې دورې شورا کلنۍ غونډه د سپتمبر په ۲۶مه نېټه د مصر په شرم الشيخ ښار کې پای ته ورسېده. د دغه بانک په دې وروستۍ غونډه کې د السلوادور، د سليمان ټاپوګانو او تانزانيا غړيتوب منظور شوی دی. په دې پرمختګ سره د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د غړو شمېر ۱۰۹ ته رسېدلی دی.

د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک په ۲۰۱۶م کال کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی او د غړو او همکارو شمېر يې ګام په ګام زيات شوی، چې د غړو شمېر له لحاظه تر نړيوال بانک وروسته د نړۍ دوهم لوی څواړخيز پرمختیایي سازمان ګرځېدلی دی.

ولې د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک دومره جاذبه قوت لري؟ په دغه ليکنه کې به د دغه بانک د موخې، پروژو او راتلونکي پلان په شمول د دريو برخو د معلوماتو له مخې دغې پوښتنې ته ځواب وړاندې شي.

د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک تل پر څواړخيزم ټينګار لري او د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو د اصولو په اساس يې د رښتينو کړنو او لاسته راوړنو له لارې د بشر د ګډ برخليک ټولنې مفکوره پلې کړې ده. د دغه بانک ډېری غړي پرمختيايي هېوادونه دي او هم پکې يو شمېر پرمختللي اقتصادونه شامل دي، چې د دغې ځانګړې وړتيا له امله دغه بانک د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ او د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پل ګرځېدلی دی.

نوموړي بانک له نورو نړيوالو پولي سازمانونو سره د اړيکو د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې کړې دي. د دغه بانک مشر جين لي چون د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې دغه بانک د پانګو په برخه کې د نړيوال بانک او د اسيا پراختیایي بانک تر ټولو مهم ملګری دی، د اروپا د بيارغونې او پرمختګ له بانک او اروپايي پانګونې بانک سره يې نژدې همکارۍ کړې او د افريقايي پرمختيايي بانک په شمول يې له زياتو نړيوالو ملګرو سره همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک په دې وروستيو کې له نړيوال بانک سره د يو ميليارډ امريکايي ډالرو په اندازه د پورونو تړون لاسليک کړی، چې دغه پورونه به په ټيټ عايد لرونکو هېوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ لپاره د پانګو تضمين برابر کړي. دا چاره يوه ښه بېلګه بلل کېږي، چې دغه بانک د همکارۍ له لارې د څواړخيزو پراختیایي بانکونو سيستم د بشپړولو په هڅه کې دی.

د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک په اسيايي هېوادونو او سيمو کې د بنسټيزو تاسيساتو د بشپړوالي په موخه جوړ شوی، د غړو شمېر له زیاتوالي سره يې د افريقا، لاتيني امريکا او منځنۍ او ختيځې اروپا د غړو اړتياوو ته هم پاملرنه کړې. دغه بانک د شفافړ چارو او لوړ موثريت له امله په پرمختيايي هېوادونو کې ډېر د هرکلي وړ دی.

د مصر د عربو علمي ټېکنالوژۍ او سمندري ټرانسپورټ انستيتيوټ پروفیسور کريم اومدا وويل، چې د اسیايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د پانګو ورکولو په بهير کې هېڅ سياسي شرط نه لري، د ټيټ سود پر تطبيق ټينګار کوي او د پورونو د ورکولو پروسس یې اسانه دی. دغه بانک د مصر په شان پرمختيايي هېوادونو ته پانګې ورکړې او د ځايي بسنټيزو تاسيساتو پروژو ته يې پرمختګ ورکړی.

تر اوسه پورې، دغه بانک د ۴۴ ميليارډو او ۸۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ۲۳۵ پروژو ته منظوري ورکړې، چې له امله يې د ۱۵۰ ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازه پانګې راجلب کړي، ۳۶ غړو هېوادونو ته يې ګټې رسولې او په دغه هېوادونو کې يې د ټرانسپورټ، انرژۍ، ښارونو، اوبو، عامه امنيت او ښوونې په شمول د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ ته پرمختګ ورکړی دی.

 ((د اقليمي بدلون ضد د عملونو پلان )) تطبيق د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک په کلنۍ غونډه کې د پام وړ خبر هم دی. دا پلان د اقليمي بدلون ضد مبارزې لپاره له غړو سره د مرستو په برخه کې د دغه بانک ټينګ هوډ ښودلی دی.

ټاکل شوې، چې ازبکستان د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د راتلونکې کلنۍ غونډې کوربه هېواد دی. د دغه هېواد د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزير خبري رسنیو ته ويلي، چې د دغه بانک د ۲۰۲۴م کال په کلنۍ غونډه کې به ګډونوال د زرغون پرمختګ او له اقليمي بدلون سره د مبارزې پر چارو بحثونه وکړي.