د ډیموکراتیکې کوریا مرکزي اژانس د سپتمبر په ۲۷مې نېټې خبر ورکړی، چې دغه هېواد د امريکايي سرتېري ټراویس کيم د شړلو پرېکړه کړې ده.
ډيموکراتيکې کوريا دغه امريکايي سرتېری څه موده وړاندې له پولې څخه د تېرېدو په تور نيولی و.
په راپور کې د ډیموکراتیکې کوریا د تحقیقاتو په حواله ویل شوي، چې ټراویس کیم ډیموکراتیکې کوریا ته په غیر قانوني توګه د ننوتلو جرم منلی او اعتراف یې کړی، چې هغه د امریکا په پوځ کې له غیر انساني ناوړه چلند او نژادي تبعیض څخه کرکه لري او د امریکا له نابرابرې ټولنې څخه ډېر مایوسه شوی دی.