وانګ يي د هنګري له بهرنيو چارو وزير زیجارتو پيتر سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2023/09/28 09:58:14
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۲۷مې نېټې د هنګري له بهرنيو چارو وزير زیجارتو پيتر سره ټليفوني خبرې کړې دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ په درېيم فورم کې د هنګري د ګډون هرکلی کړی او په وينا يې، چين غواړي له هنګري سره له دې فرصت څخه په استفادې متقابل باور او دوستي پياوړې کړي، د خپلمنځي اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره نوي ستراتيژيک پلانونه ورسره جوړ او نوی خوځنده ځواک ورته برابر کړي.

نوموړي ويلي، چين به له هنګري سره د هنګري – سربيا د پټليو پروژې د جوړولو او د چين او هنګري د عملي همکاريو يوه بريالۍ بېلګه جوړه کړي.

زیجارتو پيتر په خپلو خبرو کې ويلي، چې هنګري له چين سره د سوداګريزو اړيکو د پرېکون کلک مخالفت کوي او هيله يې ښودلې، چې اروپا او چين به نژدې همکارۍ وساتي او هېواد به یې د اروپايي ټولنې د هر هغه اقدام ملاتړ ونه کړي، چې د عادلانه سيالۍ او همکارۍ لپاره مناسب نه وي.

نوموړي ويلي، هنګري په اروپا کې د چين د سوله ييزو هڅو ستاينه کوي او هيله يې ښودلې، چې په دې برخه کې لا فعال رول ولوبوي.