د چين او عربي هېوادونو د اصلاحاتو او پرمختګ ۴م فورم تر سره شو
CMG2023/09/28 09:52:31
شريکول:

د چين او عربي هېوادونو د اصلاحاتو او پرمختګ څلورم فورم د سپتمبر په ۲۶مې نېټې په شانګهای کې تر سره شو، چې پکې د چين او ۱۷ عربي هېوادونو کارپوهانو ګډون کړی و.

دغه فورم د چین د بهرنیو چارو وزارت په وړانديز د چين او عربي هېوادونو د اصلاحاتو او پرمختګ د څېړنيز مرکز له لوري ترسره شوی او کارپوهانو پکې د چين او عربي هېوادونو د لومړۍ سرمشريزې غونډې د پايلو د پلې کولو او په نوې زمانې کې د چين او عربي هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو په اړه بحثونه کړي دي.

کارپوهانو په ياد فورم کې د کمربند او لارې د ګډې باکيفيته ابادۍ، د دواړو خواوو د همکارۍ د پياوړتیا، د نړیوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو او د خپلواکې عصري لارې د پيدا کولو په اړه د نظریو ژورې تبادلې کړې دي.

د چين او عربي هېوادونو د اصلاحاتو او پرمختګ فورم تر اوسه درې ځلې( ۲۰۱۸م، ۲۰۱۹م او ۲۰۲۲م) ترسره شوی او د حکومتولۍ په برخه کې د تجربو د تبادلې د پياوړتيا لپاره يو اغېزمن ډګر بلل کيږي.