د روسیې ریډ سټار تلویزیون د سپتمبر په ۲۷مې نېټې ويلي، چې د دغه هېواد د تور سمندرګي د بیړیو ډلې قوماندان ویکتور سوکولوف ژوندی دی او د تور سمندرګي د بیړيو د قوماندې دنده پرمخ وړي.
د اوکراين ملي خبري اژانس د روانې میاشتې په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی و، چې د اوکراين ځانګړو ځواکونو په همدې ورځ د روسيې د تور سمندرګي د بېړيو ډلې پر مقر توغنديز بريد کړی او د قوماندان سوکولوف په ګډون ۳۴ روسي افسران يې وژلي او ۱۰۵ تنه يې نور ټپیان کړي دي او د تور سمندرګي د بیړیو ډلې مقر وداني يې هم سخته زیانمنه کړې ده.