چین د امريکا د صادراتو په تور لېست کې د چيني تصديو د شاملېدو په اړه غبرګون وښود
CMG2023/09/28 10:27:05
شريکول:

امريکا په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې د چين ځينې تصدۍ به د صادراتو په تور ليست کې شاملې کړي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د سپتمبر په ۲۷مې نېټې  د امريکا د ياد اعلان په غبرګون کې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې امريکا غواړي، د چين ځينې تصدۍ له پوځ، ايران او روسیې سره د همکاريو په پلمه د صادراتو په تور لېست کې شاملې کړي. چين د امريکا له يادې کړنې سره کلک مخالفت کوي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند په دې اړه څرګنده کړه چې واشنګټن د خپل ملي امنيت د ساتنې په پلمه د نورو هېوادونو پر تصديو او شخصيتونو بنديزونه لګوي او اقتصادي افشارونه پرې اچوي.

چين له امريکا غوښتي، چې خپلې ناسمې کړنې سمې او پر چيني تصديو او شخصيتونو بې اساسه بنديزونه لغوه کړي.

د چين سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د هېواد د تصديو او شخصيتونو قانوني حقونه به خوندي وساتي.