له کورنۍ، هېواد او هېوادوالو سره د شي جین پينګ مينه
CMG2023/09/29 16:28:49
شريکول:

نن د چين دوديز سپوږمۍ اختر دی. چينايان ګرده سپوږمۍ د کورنۍ د غړو له ګرد ناستي سره تشبه کوي او هغه چينايان، چې له خپلو ټاټوبو او مېنو لرې په نورو ځايونو کې زده کړې او کارونه کوي، د سپوږمۍ اختر په شپه خپل خپلوان يادوي.

د چين لوړ پوړی مشر شي جين پینګ هم کله کله په خپلو خبرو کې خپل ټاټوبی يادوي.

نوموړي د ۲۰۱۳م کال په سپتمبر کې د سپوږمۍ اختر په ورځ د قزاقستان په نظربايف پوهنتون کې استادانو او محصلينو ته د وينا پر مهال خپل ټاټوبی شان شي ولايت ياد کړ او ويې ويل: ((زما ټاټوبی شان شي ولایت د ورېښمو لارغونې لار د پيل ټکی دی. زه چې کله تاریخ ته کتنه کوم، نو په ذهن کې مې پر دې لرغونې لارې د روانو اوښانو په غاړو کې د جرس اوازونه کړنګيږي.))


عکس: شي جين پینګ له يوې غونډۍ د ليانګ جيا هه کلي ننداره کوي.

شي جين پينګ د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ په ۱۳ مې نېټې د شان شي ولایت د يان ان ښار د يان چوان ولسوالۍ ليانګ جيان هه کلي ته ولاړ او هلته يې د کلیوالو د حال او احوال پوښتنه وکړه.

شي جين پينګ په خپل ټاټوبي شان شي کې هم ډېر کاله کار او ژوند کړی دی. نوموړی د تېرې پېړۍ د شپږمې لسيزې په پای کې د دغه ولایت په ليانګ جيا هه کلي کې د اوو کلونو لپاره اوسېدلی او هلته يې له کليوالو سره یو ځای کرنيزې چارې ترسره کړې دي.

شي جين پينګ د ۱۹۷۵م کال په اکتوبر کې د لوړو زده کړو لپاره ښار ته ولاړ.

نوموړی وايي، چې هغه په ليانګ جيا هه کلي کې ډېر ښه ژوند تېر کړی او ښې خاطرې ترې لري، چې ټول عمر به یې هېرې نه کړي.

شي جين پينګ په ۲۰۱۳م کال کې کوسټاريکا ته رسمي سفر وکړ او هلته يې، د يوه ځايي بزګر موسالا له کورنۍ څخه هم لېدنه وکړه او د خبرو پر مهال يې خپل تېر ژوند، چې په ليانګ جيا هه کلي کې يې تېر کړی، يادونه وکړه.

د موسالا زوی وايي، داسې دولتي مشران ډېر کم تر سترګو کيږي، چې په بزګرۍ وياړي او ډېر مشران خپل پخوانی ژوند بیخي نه يادوي، خو شي جين پينګ داسې نه دی.

 

عکس: شی جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د ۲۰۱۳م کال د جون په درېيمې نېټې په کوسټاريکا کې د بزګر موسالا له کورنۍ سره د خبرو په حال کې

شي جين پينګ کله کله خپلو خبرو کې د هه بې ولایت جنګ دينګ ولسوالي هم يادوي. نوموړي د تېرې پېړۍ په اتمې لسيزې کې د دغې ولسوالۍ د ګوندي منشي په توګه درې کاله دنده ترسره کړې ده.

نوموړي په يوې مقالې کې ليکلي: ((جنګ دينګ زما دوهم ټاټوبی دی، دغه ولسوالي لرغونی تاريخ، ځلاند کلتور او زخمتکښه ولس لري او زه له خپل ټاټوبي سره مينه لرم.))


عکس: شي جين پينګ په ۱۹۸۳م کال کې په جنګ دينګ ولسوالۍ کې ګوندي منشي و او له ځايي اوسېدونکو سره د خبرو په حال کی دی.

شي جين پينګ له جنګ دينګ ولسوالۍ وروسته په فو جيان ولایت، جه جيانګ ولایت او شانګهای ښار کې هم دندې ترسره کړي او په اخر کې يې دنده په بېجينګ کې پېل کړې ده.

نوموړی اوس په بېجينګ کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس په توګه دندې ترسره کوي.

شي جين پينګ هرچېرې له خپلو خلکو سره مينه او نږدې اړيکې پالي. 


عکس: شي جين پينګ د ۲۰۲۱م کال د مارچ په ۲۴ مې نېټې د فو جيان ولایت د فو جو ښار په يوه پارک کې له ښاريانو سره د روغبړ په حال کې دی.

شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د روان کال د سپتمر په ۲۳ مې نېټې د جه جيانګ ولایت په هانګ جو ښار کې د ۱۹ م پړاو اسيايي لوبو د پرانيستونکو مراسمو په ترڅ کې د بهرنيو ګډونوالو مېلمنو د هرکلي لپاره مېلمستيا وکړه.

نوموړي د يادې مېلمستيا ګډونوالو ته د وينا پر مهال وويل، چې هغه په جه جيانګ ولایت کې څو کاله کار کړی او په خبره يې، جه جيانګ ولایت پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار لري او په چټکۍ يې باکيفيته پرمختګ موندلی او هڅه کوي چې د ګډ شتمنېدو په بهیر کې يوه نومونه واوسي او دغه ولایت د چيني شکله عصري کېدو بهیر کې مخکښ ځای لري.


عکس: شي جين پینګ د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په شلمې نېټې د جه جيانګ ولایت د يي وو ښار په لي ځو کلي کې ځايي اوسېدونکو ته د خبرو په حال کې