شي جين پينګ: چين به د سوداګرۍ نړيوال سازمان په اصلاحاتو کې فعال ګډون ولري
CMG2023/09/29 10:40:27
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې سياسي بيورو د سپتمبر په ۲۷مې نېټې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مقرراتو او اصلاحاتو په اړه د زده کړې اتمه ناسته تر سره کړې ده.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د يادې ناستې مشري کړې او سوداګرۍ نړيوال سازمان يې د څواړخيزم مهم ملاتړکوونکی او د نړيوالې اقتصادي ادارې مهم ډګر بللی دی.

نوموړي ويلي، چې چين به د تاريخ د مسئوليت او نوښت په روحيې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو او د نړيوالو اقتصادي او سوداګريزو مقرراتو د تعديل په چارو کې ګډون ولري او د لوړې کچې ورخلاصون له لارې به خپل اصلاحات او باکيفيته پرمختګ پياوړی کړي.

شي جين پيڼګ زياته کړې، چې چين به د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو په بهير کې د دغه سازمان په مرکزيت د څواړخيز سوداګريز نظام د صلاحيت او اغيزې ټينګ ملاتړ وکړي، د جنجالونو د حل ميکانيزم د عادي کېدو لپاره به هڅې وکړي او د چين په شمول د پرمختيايي هېوادونو حقه حقونه به وساتي.