د بشر د ګډ برخلیک ټولنې مفکوره د نړۍ لپاره د پرمختګ لاره روښانه کوي
CMG2023/09/29 14:35:53
شريکول:

د بشر د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مفکورې د وړانديز د لسمې کليزې په درشل کې، « د بشر د ګډ برخليک ټولنه: د چين وړانديزونه او عملونه » په نوم سپين کتاب د سپتمبر په ۲۶مې نېټې خپور شو. په دغه سپين کتاب کې ويل شوي چې د بشر د ګډ برخلیک ټولنې مفکورې د "انسانيت چېرته روان دئ؟" پوښتنې ته ځواب ورکړی، د نړۍ لپاره يې د پرمختګ لاره روښانه کړې او د نړيوالو د ګډ کور د ساتنې او سوکالۍ شریکولو لپاره يې د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ته چیني لایحه وړاندې کړې ده. 

د بشر د ګډ برخليک ټولنه څه ده؟

د بشر د ګډ برخلیک ټولنې مفکوره د چين د کلتور پر بنسټ د همغږۍ مفهوم او د سولې او همکارۍ په اړه د چيني ملت د روحيې ريښې لري.

د بشر د ګډ برخلیک ټولنې جوړول د یو نظام پر ځای د بل نظام جوړول نه دي او نه هم د یو تمدن پر ځای بل تمدن دی، بلکې دا د هغو هېوادونو په ګټو پورې اړه لري چې مختلف ټولنیز نظامونه، مختلف نظریات، مختلف تاریخونه او کلتورونه او مختلفې پرمختیايي کچې لري، په نړیوالو چارو کې ګډې ګټې، ګډ حقوق او ګډې دندې لري.

رئیس شي جين پينګ په لنډه توګه دا خبره په دې ډول وويله: " د بشر د ګډ برخليک ټولنه په دې مانا ده چې د هر قوم او هر هېواد راتلونکی او برخليک يو له بل سره نژدې تړلی دی، موږ بايد یوه همغږې لویه کورنۍ جوړه کړو او د ښه ژوند په اړه د بېلابېلو هېوادونو د خلکو هیله په واقعیت بدله کړو."

له ۱۰ کلونو راهیسې، رئیس شي جين پينګ په پرله پسې توګه د بشر د ګډ برخلیک ټولنې مفهوم بډايه کړی دی.

څنګه د بشر د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړو؟

چين د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د مفکورې وړانديز کوونکی او مسؤلانه پلی کوونکی هم دی.

 په سپين کتاب کې د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره د چين وړاندیزونه او عملونه په څلورو اړخونو کې بيان شوي دي چې د یو کمربند او یوې لارې د لوړ کيفيت ګډې ابادۍ ته وده ورکول، دری ستر نړيوال وړاندیزونه پلي کول او له لازیاتو هېوادونو او سیمو سره ګډ عملونه او په بېلا بېلو ساحو کې د نړیوالې همکارۍ لپاره قوي خوځنده ځواک برابرول.

په یاد سپين کتاب کې دې ته اشاره شوې چې د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو يو روښانه عمل دی، دا د چين لخوا نړۍ ته برابر شوی يو مشهور نړيوال عامه توليد او نړيوال همکاریز ډګر دی. د ۲۰۲۳م کال تر جولای پورې د نړۍ له درې پر څلورمې برخې هېوادونو او څه د پاسه ۳۰ نړیوالو سازمانونو له چین سره د همکارۍ سندونه لاسلیک کړي دي. چين په جلا جلا توګه په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۹م کال کې په برياليتوب سره د یو کمربند او یوې لارې د نړيوالې همکارۍ لومړۍ او دوهمه سرمشريزه غونډه تر سره کړه او سږ کال به د درېيم سرمشريز فورم کوربه توب وکړي چې په ګډه د یو کمربند او یوې لارې د باکيفيته ابادۍ د پرمخ بېولو لپاره ستر همغږی ځواک راغونډ کړي.

د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ګډې ابادۍ اهمیت څه دئ؟

د بشر د ګډ برخلیک ټولنې مفکوره د ډله يیز سیاست کوچنۍ کړۍ نه ده. د بشر د ګډ برخلیک ټولنې جوړول نه یوازې یو ښکلی لید دی، بلکې تاریخي پروسه هم ده چې د نسل په نسل کوښښونو ته اړتیا لري.

د بشر د ګډ برخلیک ټولنې وړاندیز او عمل د په نړيواله ټولنه کې د یووالي او همکارۍ په اړه پراخ ګډ توافقات رامنځته کړي دي. په راتلونکي کې به دا مفهوم خامخا د ګډ پرمختګ، اوږدمهاله سولې او پر له پسې ثبات او سمسورتیا لپاره ښکلی لید پرانیزي.

چين د نړيوالې پرمختګ په اړه د لوړې کچې خبرو اترو کوربه توب کړی او د نړيوال پرمختيايي وړاندیزونو د پلي کولو لپاره يې د څلور مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د نړيوال پرمختګ او د جنوب - جنوب د همکارۍ صندوق د جوړولو په شمول ۳۲ مهم تدبيرونه وړانديز کړي. اوس مهال، له ۱۰۰ څخه ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د نړیوال پرمختګ وړاندیز ملاتړ څرګند کړی او له ۷۰ څخه ډېرو هېوادونو د ملګرو ملتونو لخوا جوړ شوي "د نړیوال پرمختګ وړاندیز د ملګرو ګروپ" کې برخه اخيستې ده.

د چین په منځګړیتوب، سعودي عربستان او ایران تاریخي پخلاینه تر لاسه کړه، دا د نړیوال امنیت د وړاندیز په پلي کولو کې یو بریالی عمل بلل کيږي چې د سیمه ییزو هېوادونو لپاره یې د خبرو او مشورو له لارې د شخړو او اختلافاتو د حل کولو او د ښه ګاونډیتوب او دوستۍ د ترلاسه کولو لپاره یوه بېلګه جوړه کړه. چين په منځني ختيځ کې د ډېرو هېوادونو ترمنځ د شخړو د حل غوښتنه کړې، د سولې د ټينګښت لپاره يې ډېرې هڅې کړي او په فعاله توګه يې د يو مسوول لوی هېواد رول لوبولی چې د سيمې د هېوادونو او نړيوالې ټولنې له خوا ډېر ستايل شوی دی.