د هند ټايمز ورځپاڼې څو ورځې مخکې د هانګجو اسیايي لوبو په اړه يوه لېکنه خپره کړې او د هانګجو اسيايي لوبو کې يې ”ځیرکتيا “ د نړيوالو ګډه خاطره بللې ده.
په ليکنې ويل شوي، چې د هانګجو اسیايي لوبو کې د پنځه جي(5G)، د توکو انټرنېټ(Internet of Things)، لویې ډېټا او منصوعي ځيرکتيا په شمول زياتې لوړې ټېکنالوژۍ کارول کيږي او د لوبغاړو او نندارچيانو لپاره پکې ګڼ خدمتونه برابر شوي دي، چې د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړې ده.
د جه جيانګ ولايت هانګجو ښار د چين ډيجيټلي ښار په توګه ياديږي او دغه ولايت د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې مخکښ رول لوبوي.
د هانګجو په اسيايي لوبو کې د ځيرکو ټېکنالوژيو استعمال د نړيوالو لپاره د چيني شکله عصري کېدو د ليد کړکۍ برابر کړې ده.
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د هانګجو د ډيجيټلي اقتصاد د مرکزي چارو د زياتوالي ارزښت له ۵۰۰ ميليارډو يوانو څخه اوښتی او ۵۰۷ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی و او دغه رقم د دغه ولايت په جي ډي پي کې ۲۷ اعشاريه ۱ سلنه برخه نيولې وه.