هه لي فنګ به د چین ــ جرمني‌ مالي ډيالوګ مشري وکړي
CMG2023/09/29 11:04:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماو نينګ د سپتمبر په ۲۸مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې بېجينګ او برلين له سلامشورو وروسته پرېکړه کړې، چې په جرمني کې به د اکتوبر په لومړۍ نېټې د چين ـ جرمني درېيم مالي ډيالوګ ترسره کړي.

د ماو نينګ په وينا، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی، مرستيال صدراعظم او د ياد ډيالوګ چيني مسئول هه لي فنګ به د جرمني د ماليې وزير او د دې ډيالوګ جرمني مسئول کريستيان لينډنر په بلنه برلين ته ولاړ شي او هلته به له نوموړي سره د ياد ډيالوګ مشري وکړي.