شي جين پينګ په چين کې د ښځو او ماشومانو د چارو په اړه مهمې لارښوونې کړي
CMG2023/09/29 10:42:33
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دې وروستيو کې د دغه هېواد د ښځو او ماشومانو د چارو په اړه مهمې لارښوونې کړي او د ښځو او ماشومانو چارې يې د ياد ګوند او هېواد د چارو مهمه برخه بللې ده.

نوموړي ويلي، چې د ښځو او ماشومانو چارې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس له جوړېدو راهيسې پياوړې شوي، د حقونو او ګټو د خونديتوب د قوانينو سيستم يې بشپړ شوی او د پرمختګ لپاره يې چاپېريال ښه شوی دی او په نړيوال ډګر کې د چيني ښځو او ماشومانو د وينا حق او اغېزې لوړې شوې دي.

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د بېلا بېلو کچو کمېټو او حکومتي ادارو ته لارښوونه کړې، چې د ښځو او ماشومانو چارو ته پرمختګ ورکړي، د ناريناوو او ښځو د برابرۍ پر ملي تګلارې دې ټينګار وکړي او د ماشومانو پرمختګ ته دې په درنه سترګه وګوري.