په ملګرو ملتونو کې د چين استازي پر بوميانو د لوېديځو هېوادونو تېری وغانده
CMG2023/09/29 11:05:05
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي د سپتمبر په ۲۸مې نېټې د بشري حقونو شورا ۵۴مې غونډې ته وينا کړې او پر بوميانو د امريکا، کاناډا او استراليا په شمول د لوېديځو هېوادونو له تيري یې پرده پورته کړې او د دوی ناانساني کړنې يې غندلې دي.

د چين استازي ويلي،‌ چې د امريکا، کاناډا او استراليا په شمول ځينو لوېديځو هېوادونو د بوميانو(اصلي اوسیدونکو) ځمکې او جايدادونه نيولي دي.

نوموړي ويلي، لوېديځو هېوادونو د بوميانو قتل عام او نژاد ختم کړی او د دوی د کلتور جرړې يې وباسلې دي او په وينا يې، په يادو هېوادونو کې اوس هم د پاتې بوميانو پر وړاندې تبعیضي چلند کيږي او په دايمي او سيسټماتيکه توګه د دوی پر سياسي، اقتصادي، ټولنيزو، کلتوري او پرمختيايي اساسي حقونو تیری کيږي.

د چين استازي پر لوېديځو هېوادونو غږ کړی، چې د بشري حقونو په برخه کې خپلو جرمونو ته وګوري، تاريخي او بشري مسئوليت دې پر غاړه واخلي،‌ پر بومي وګړو د تیري کړنې دې سمدلاسه بندې کړي او د دوی د حقونو د ساتنې لپاره دې تدبيرونه ونيسي.