شي جين پينګ د يونيسکو له عمومي مسئولې اودرې ازولای سره وکتل
CMG2023/09/29 11:20:46
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۸مې نېټې د ملګرو ملتونو د يونيسکو له عمومي مسئولې اودرې ازولای سره په بېجينګ کې کتلي دي.

نوموړي له اودرې ازولای سره په خبرو کې ویلي، چې په نړۍ کې مختلف تمدنونه شته، چې ځيني يې ډېر لرغوني دي او چين هم د همدغو لرغونو هېوادونو په ليکه کې راځي. چين هيله لري، چې له يونيسکو سره نژدې همکارۍ وکړي، د ميراثونو د خونديتوب توان او سويه لوړه وساتي، د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ تبادلې او همکارۍ زياتې کړي، نړیوالې سولې ته وده ورکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

اودرې ازولای ويلي، چې د چين حکومت د يونيسکو کارونو ته په درنه سترګه ګوري او کلک ملاتړ ورڅخه کوي.

نوموړې ويلي، چې د يونيسکو د نجونو او ښځو له تعليمي جايزو څخه د چين ملاتړ د نړۍ د نجونو او ښځو د تعليم په ودې کې مهم رول لوبوي او په وينا يې، اداره به یې له چين سره په پراخو برخو کې مهمې موافقې او ښې همکارۍ وکړي.

 اودرې ازولای هیله ښودلې، چې له چين سره د کلتوري ميراثونو د ساتنې او د ساينس، کلتور او تخنيک په برخو کې تبادلې زیاتې کړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ورسره فعال خدمتونه وکړي.