پنګ لي یوان د يونيسکو د نجونو او ښځو د ۲۰۲۳م کال تعليمي جايزو مراسمو کې ګډون وکړ
CMG2023/09/29 11:06:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن، د ملګرو ملتونو د یونيسکو د نجونو او ښځو د تعليمي چارو استازې پنګ لي‌ يوان او د يونيسکو عمومي مسئولې اودرې ازولای د يونيسکو د نجونو او ښځو د ۲۰۲۳م کال تعليمي جايزو د ورکولو مراسمو کې ګډون او ويناوې کړې دي.

پنګ لي يوان او اودرې ازولای د يادو مراسمو په پېل کې د چين د ماشومانو صندوق او د پاکستان د نجونو تعليمي اتحاد ته جايزې ورکړې دي.

پنګ لي يوان يادو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې د چين او يونيسکو نژدې همکاريو او په تېره بيا د نجونو او ښځو تعليمي جايزو يې د نړۍ د نجونو او ښځو د تعليم لپاره يوه ښه بېلګه جوړه کړې او ارزښتناکې تجربې يې برابرې کړې دي.

نوموړې ويلي، چين د نجونو او ښځو د تعليمي حقونو تضمين ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري، چې له بېلابېلو خواوو سره ګډې هڅې وکړي، نړيوالې تبادلې او همکارۍ ورسره زياتې کړي او د نجونو او ښځو تعليمي چارو ته باکيفيته پرمختګ ورکړي.

 پنګ لي يوان او اودرې ازولای له يادو مراسمو مخکې هم ناسته کړې او د نړۍ د نجونو او ښځو د تعليمي چارو د پرمختګ په اړه يې د نظر تبادلې کړې دي.