په بېجينګ کې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۴مې کليزې د لمانځنې مېلمستيا تر سره شوه
CMG2023/09/29 11:06:16
شريکول:

د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۴مې کليزې د لمانځنې مېلمستيا د سپتمبر د ۲۸مې نېټې په ماښام په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شوه، چې څه باندې ۸۰۰ چيني او بهرنيو شخصيتونو پکې ګډون کړی و.

یادې مېلمستيا کې د چین دولت رئيس شي جين پينګ هم ګډون کړی و.

نوموړي يادې مېلمستيا ته په وينا کې ويلي، چې چينايان باید په ټينګ باور او روحيې ګډې هڅې وکړي، ستونزې باید حل کړي او د هېواد د ابادۍ او د ملت د بيا سمسورتيا په لوري باید ګامونه واخلي.

شي جين پينګ ويلي، چې هېواد يې پر سوله ييز پرمختګ، ګډو ګټو او ورخلاصون ټينګار لري، نړيوال عدالت خوندي ساتي، څواړخيزتوب او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه پلي کوي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې کوي، له بېلابېلو هېوادونو سره په ګډه چنلنجونه حل کوي او د انسانانو د نيکمرغه راتلونکي لپاره هلې ځلې کوي.