هر چېرته به خپل اخترونه لمانځو
CRI2023/09/29 15:43:28
شريکول:

په چين کې د هرې کورنۍ د غړو د لېدو هيلې په سپوږمۍ اختر پسې تړلې وي او په همدې اختر کې يو بل سره ګوري، په چکر ځي، ميلې کوي او په خوښې شېبې لمانځي.

شي جين پينګ په ۱۹۸۶م کال کې له سپوږمۍ اختر يوه ورځ مخکې پر بایسکېل شيامن پوهنتون ته لاړو او هلته يې له محصلينو سره يو ځای دغه اختر ولمانځه.

نوموړی هغه مهال د چين د شيامن مرستيال ښاروال و او د اختر يادې لمانځنې پر يادو محصلينو ډېر اغېز کړی و.

شي جين پينګ د اخترونو د را رسيدو په درشل کې هر وخت د هغو ځوانانو چې له خپلو ټاټوبو او مېنو څخه لرې پر زده کړو بوخت دي او يا هغه هېوادوال، چې بهرنيو هېوادونو کې کارونه کوي، يادونه کړې او تل يې په اختريزو پيغامونو کې دوی ته مبارکۍ او نيکې هېلې وړاندې کړې دي.

شي جين پينګ په ۲۰۱۵م کال کې د امريکا په سیاټو کې د مېشتو چينايانو د سپوږمۍ اختر مېلمستيا کې ګډون وکړ او دوی ته يې مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې.

نوموړي يادې مېلمستيا ته په وينا کې وويل، چې هغه دا ځل امريکې ته راغلی او چينايانو ته يې چينايي کيک راوړی او دا هغوی ته د خپلو هېوادوالو ډالۍ ده.

نوموړی همدارنګه د اخترونو په درشل کې هميشه د هېواد د بېلابېلو ځايونو د خلکو د حال او احوال پوښتنه کوي او هغوی ته د اخترونو مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کوي.

 په ګردې نړۍ کې مېشت چينايان خپل دوديز اخترونه لمانځي او دا يې د کلتور نښه ګرځېدلې ده