د چين د کمونېست ګوند او هېواد مشرانو د ولسي قربانيانود يادګار پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښودې
CMG2023/09/30 12:36:17
شريکول:

د سپتمبر ۳۰مه د چين د ولسي قربانيانو له ياد ورځې سره برابره ده. د ولسي قربانيانو د يادګار پر څلي د ګلونو ګېډۍ کېښودلو مراسم د همدې ورځې په سهار د بېجينګ په تيان ان من ميدان کې تر سره شول. د شي جين پينګ په شمول د چين د کمونېست ګوند او هېواد مشرانو په تيان ان من ميدان کې د ولسي قربانيانود يادګار پر څلي د ګلونو ګېډۍ وړاندې کړې.