ملګري ملتونه: د امریکا په پوليسي او عدلي ارګانو کې د نژاد پرستۍ سيستماتيکې مسئلې شته
CMG2023/09/30 14:40:22
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د کارپوهانو يوې ځانګړې ډلې د سپتمبر په ۲۸مه يو نوی راپور خپور  کړ او غندنه يې کړې، چې د امریکا په پوليسي او عدلي ارګانو کې  افريقايي الاصله  وګړو پر وړاندې سيستماتيک نژاد پرستي ډېر شتون لري. راپور پر امريکا غږ کړی، چې بېړني اصلاحات راولي او اړوندو ارګاننوو ته يې ۳۰ وړانديزونه ورکړي.

ياد راپور وايي، چې اوس په امريکا کې د نژاد پرستۍ مسئلې د نژادي تبعيض، د پوليسو لخوا وژنې او پر بشري حقونو د نورو تېريو په  ډول شتون لري.

د راپور له مخې،‌ په امریکا کې د پوليسو لخوا د تور پوستيو کسانو د وژل کېدو اندازه د سپين پوستيو کسانو درې چنده ده او د بندېدو اندازه يې ۴ اعشاريه ۵ چنده ده. هر کال په دغه هېواد کې د پوليسو لخوا د وژنې په يو زر قضيو کې يوازې پر یو سلنه پوليسو تورنه لګول شوي.