مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم نړيوال نندارتون په هانکانګ او مکاو کې پيل شو
CMG2023/09/30 15:31:21
شريکول:

مختلفو تمدنونو ته د سفر په نوم نړيوال نندارتون، چې د چين ميډيا ګروپ له خوا جوړ شوی او د نړۍ په زياتو هېوادونو او سيمو کې نندارې ته وړاندې کيږي، د سپتمبر په ۲۹مه د چين په هانکانګ او مکاو کې پيل شو.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په همدې ورځ په هانکانګ او مکاو کې د نوموړي نندارتون د پيل مراسمو ته ويډيويي وينا وکړه. هغه وويل، هرکلی کوو، چې د هانکانګ او مکاو ملګري د دغه نندارتون له لارې د چيني ملت د لرغوني تمدن او کلتور لا ژوره پېژندنه خپله او پر وطن  د ویاړ احساس لا ټينګ کړي.

په دغو مراسمو کې د هانکانګ او مکاو د دريو منځنيو ښوونځيو زده کوونکو د سه چوان ولايت د سانشينګدوی موزيم له مرستيال يوو جيان سره انلاين ډيالوګ وکړ.