د ۲۰۲۳م کال د سپوږمۍ اختر په مناسبت د چين ميډيا ګروپ د ماښامنۍ نندارې خپرونه خپره شوه
CMG2023/09/30 10:33:23
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال د سپوږمۍ اختر په مناسبت د چين ميډيا ګروپ د ماښامنۍ نندارې خپرونه د همدې اختر يعنې د سپتمبر د ۲۹مې په ماښام خپره شوه.

دغه ماښامنۍ ننداره د چين د سه چوان ولايت په يي بين ښار کې  وړاندې شوه، چې دغه ښار د يانګځه سيند لومړي ښارګوټي په توګه ياديږي.

د چين د لرغونو ادبي اثارو او عنعنوي موسيقي الاتو د پيوستون له لارې جوړ شوي ښايسته او په زړه پورې هنري پروګرامونه دغې نندارې  کې وړاندې شول او پکې د چيني ملت د نوښت، يووالي، ټولشموليت او سولې ځانګړتياوې  وښودل شوې.