شي جين پينګ د ولسي عامه امنیت پوهنتون محصلینو ته ځوابي پيغام ولېږه
CMG2023/09/30 11:00:40
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د سپتمبر په ۲۸مه د چين د سپوږمۍ اختر او د ملي جشن د رارسېدو په درشل کې د دغه هېواد د ولسي عامه امنيت پوهنتون هغو محصلينو ته ځوابي پيغام ولېږه، چې دوی د قرباني شويو پوليسو ماشومان دي. شي جين پينګ په خپل پيغام کې دغو محصلينو او د قربانيانو پوليسو کورنيو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.

د چين ولسي جمهوريت له جوړېدو  راهیسې د دغه هېواد د عامه امنيت څانګو څه باندې ۱۷ زره پوليسو د دندو  پر مهال خپل ژوند قربان کړی، چې په دې جملې کې له ۳۷۰۰ تنو زياتو ته یې د قربانیو اتلانو نومونه ورکړل شوي.

د چين د عامه امنيت پوهنتون ۸ محصلين، چې ټول يې د قرباني پوليسو ماشومان دي، په دې وروستيو کې شي جين پينګ ته يو پيغام ليږلی، چې پکې یې نوموړي ته د خپلو زده کړو او فکرونو معلومات وړاندې کړي او د خپلو والدينو د ارادو د غزولو او د وطن د امنيت ساتنې ټینګ هوډ يې څرګند کړی دی.