د سوریې ولسمشر بشارالاسد د چين میډیا ګروپ له خبريالې سره ځانګړې مرکه وکړه
CMG2023/09/30 15:27:56
شريکول:

د سوريې ولسمشر بشارالاسد د سپتمبر له ٢١مې څخه تر ٢٦مې پورې د هانګ جو د اسيايي لوبو په موده کې له چين څخه لیدنه وکړه او په ترڅ کې يې د چين میډیا ګروپ له خبريالې سره ځانګړې مرکه وکړه.

چين ته د ده وروستی سفر په ۲۰۰۴م کال کې و. له نژدې شلو کلونو وروسته له چين څخه د بيا ليدنې په اړه بشار وويل، چې چين په دې کلونو کې ستر پرمختګ کړی دی. چین یو وخت " د نړۍ فابریکه" یا "د نړۍ د سوداګريزو توکو فابریکه" بلل کېده، خو اوس چین " د نړۍ د نوښت پر فابریکه" بدل شوی. له بلې خوا، چينايان په خپل وطن پوره وياړ لري. د وياړ دغه احساس د هېواد له خوا د پرمختيايي لاسته راوړنو له لړۍ څخه رامنځته کېږي. په عين وخت کې تر ټولو ارزښتناکه خبره دا ده، چې له هېواد، ټولنې او عنعنوي دودونو سره د چينايانو د پېژندنې حس نه دی بدل شوی.

بشارالاسد وويل، اوس چين په نړۍ کې یو لوی هېواد دی او په نړيوال ډګر کې ډېر مهم رول لوبوي. چين د نوي ډول نړيوالو اړيکو پر ټينګښت ټينګار کوي او د تسلط پالنه ردوي. چين نه یوازې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا او يا نورو نړيوالو ډګرونو کې له سياسي پلوه له سوريې سره ولاړ دی او د چين اړوند دريځ ډېر څرګند دی.

ده زیاته کړه، چې د اوسنيو نړيوالو حالاتو په وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخو خبرو اترو ته اړتیا وجود لري. د دې ترڅنګ، په سوریه کې اوسنی اقتصادي وضعیت سخت دی، د لوېدیځو هېوادونو کړنو د سوریې خلک له لوږې سره مخ کړي دي. چين له سوريې سره بشري مرستې برابرې کړي، چې له سوريایانو سره د هغوی د کړاوونو په کمولو کې مرسته وکړي.

د روان کال په پسرلي کې په منځني ختیځ کې "د پخلاینې څپې" رامنځته شوي دي. عرب لیګ ته د سوریې پر بېرته راستنېدو  سربېره، د چین په فعال منځګړتوب سره، سعودي عربستان او ایران هم د خپلمنځي ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو اعلان وکړ. بشارالاسد په منځني ختيځ کې د سولې او ثبات د پياوړتيا په برخه کې د چين د رغنده رول ډېره ستاینه وکړه. هغه وویل چې له ۴۰ کلونو راهیسې د سعودي عربستان او ایران تر مینځ شخړه روانه ده، دا د لویدیځو ډیپلوماټیکو موډلونو په تېره بیا د امریکا د ډیپلوماټیک موډل نمونوي نتیجه ده. امریکا د څو هېوادونو ترمنځ ستونزې رامنځته  کړې او بیا يې له دغو هېوادونو څخه خپلې شخصي ګټې تر لاسه کړي.

ده همداراز څرګنده کړه، چې د چین په منځګړيتوب د سعودي عربستان او ایران د ډیپلوماتیکو اړیکو بيا رغول په دې مانا دی، چې چین د لویدیځ په څېر تشې خبرې او تش تبلیغات نه کوي، بلکې په واقعي توګه سیاسي عملونه تر سره   او پایلې یې تر لاسه کوي.

سوریه د تېر کال په جنورۍ میاشت کې د يو کمربند او يوې لارې له وړاندیز سره یوځای شوې ده. بشار وويل، د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز او د نړيوال پرمختګ، امنیت او تمدن په اړه د رئيس شي جين پينګ وړاندیزونو سره يو ځای بشپړ سيستم جوړ کړی. پرمختګ له امنیت سره نه بېلېدای شي، یوازې په پرمختګ او امنیت سره کولای شو د هېوادونو ترمنځ تمدن، اخلاقي او کلتوري اړیکو ته دوام ورکړو. د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز نه یوازې د چین وړاندیز دی، بلکې نړیوال وړاندیز هم دی.

بشار هيله څرګنده کړه، چې چين کولای شي په پر له پسې توګه سياسي رول ولوبوي، چې دا چاره د رئيس شي جين پينګ له وړانديزونو څخه جلا نه وي. بشار د رئيس شي جين پينګ دغه نړيوال وړاندیزونه د نوې نړۍ اصول  بللي. هغه وويل، په دې دوره کې، چې موږ اوس ژوند کوو، له زړې نړۍ څخه نوې نړۍ ته د انتقال دوره ده. موږ د اخلاقو، همکارۍ، اصولو او ګډو ګټو پر بنسټ سیاست ته اړتیا لرو. دغه راز د رئيس شي جين پينګ نوموړي وړاندیزونه د نوې نړۍ لپاره ګټور دي، چې د زړې نړۍ د بدلولو لپاره به وده ورکړي.