(( بشري حقونو ته د درناوي او تضمين ورکولو په اړه د شي جين پينګ د ويناوو لنډيز)) د عربي بڼې د نشراتو مراسم د سپتمبر په ۲۷مه د مصر په پلازمېنه قاهره کې تر سره شول.
له يادو مراسمو وروسته، د چين، مصر او عربي ټولنې کارپوهانو د(( د همکاریو له لارې پرمختګ پياوړي کول او د پرمختګ له لارې بشري حقونه پياوړي کول )) په مضمون د نظريو تبادلې وکړې. د دوی په اند، کتاب (( بشري حقونو ته د درناوي او تضمين ورکولو په اړه د شي جين پينګ د ويناوو لنډيز)) نه یوازې د بشري حقونو په اړه د عصري چينايانو نظر څرګند شوی، بلکې پکې د بشري حقونو د چارو په نړيوالې ادارې کې د چين د فعال ګډون او د بشري حقونو د پياوړتيا په اړه د دغه هېواد نظريې هم ښودل شوي دي. له دې امله دغه کتاب نه يوازې د چين د بشري حقونو چارو ښه او چټک پرمختګ ته لارښوونې ورکولی شي، بلکې د نړیوالو بشري حقونو د پرمختګ لپاره هم مهم خدمت کولی شي.