د سپتمبر په ۲۸مه د ناټو سرمنشي او د بريتانيا او فرانسې د ملي دفاع وزيرانو په ناڅاپي توګه د اوکراين له پلازمېنې کيف څخه ليدنه وکړه او په دغه هېواد کې د وسلو د توليدولو موخه يې څرګنده کړه. د دې مياشتې په ۲۹مه ، د اوکراين حکومت له نړيوالو وسلو پلورونکو سره يو فورم جوړ کړ او هيله يې وښودله، چې د نړيوالو وسلو پلورونکي د وسلو د توليدولو او ترميمولو په برخو کې د اوکراين توان لوړ کړي.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزير دميترو کولېبا وویل، چې د ۲۶ هېوادونو د ۱۶۵ تصديو استازو په ياد فورم کې ګډون وکړ. له دې څخه يوه ورځ مخکې د ناټو سرمنشی جینس ستولتنبېرګ په اوکراين کې د دې هېواد له ولسمشر زيلنسکي سره په لیدنه کې وویل، چې دا به د اوکراين او ناټو لپاره مهم فرصت وي، چې خپلمنځينوې همکاريزې اړيکې جوړې کړي.