د افغانستان مسئلې په اړه د مسکو شکله سلامشورې پنځمه غونډه د روسيې په کازان ښار کې تر سره شوه
CMG2023/09/30 14:56:23
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت  ویبپاڼې د سپتمبر په ۲۹مه خبر ورکړ، چې د افغانستان مسئلې په اړه د مسکو شکله سلامشورې پنځمه غونډه په همدې ورځ د روسيې په لوېديځ کازان ښار کې تر سره شوه. په دې غونډه کې ګډونوالو د افغانستان اوسني وضعيت په اړه د نظريو تبادلې وکړې او د سيمه ييز امنيت او په سيمه ييز اقتصادي بهير کې د افغانستان د ګډون په اړه مسئلې يې تر بحث  لاندې ونیولې.

خبر وايي،‌ چې بېلابېلې خواوې په دې نظر دي، چې امریکا او ملګري هېوادونه يې د افغانستان د اقتصاد د بيا رغونې په چارو کې عمومي مسئوليت لري او بايد سمدلاسه د افغانستان پر شتمنیو بنديز لغوه کړي. بېلابېلو خواوو غږ  وکړ، چې په افغانستان کې يو ريښتنی ټولشموله حکومت جوړ شي،‌ په عين وخت کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو  پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شي او افغانستان ته پر له پسې توګه بشري مرستې برابرې شي.

له يادې غونډې وروسته په یوه اعلاميه کې راغلي، چې بېلابېلې خواوې د داعيش او نشه يي توکو ضد په برخه کې د افغانستان د هڅو ستاينه کوي او غواړي افغانستان په يو خپلواکه،  متحد او سوله ييز هېواد بدل  شي. په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې د نورو هېوادونو د پوځي تاسيساتو ځای پر ځای کول د منلې وړ نه دي.

د یادولو وړ ده، چې په یاده غونډه کې د روسيې،‌ چين، پاکستان، ايران، هند، قزاقستان، قرغېزستان، ترکمنستان او ازبکستان استازو ګډون کړی. د دې تر څنګ، د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست امیرخانمتقي هم پکې ګډون کړی ؤ.