شي جين پينګ په ((چيو شه)) مجله کې د چيني شکله عصري کېدو په اړه يوه ليکنه خپره کړه
CMG2023/10/01 13:08:30
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د اکتوبر په لومړۍ نېټه د دغه هېواد په ((چيو شه)) مجله کې يوه مهمه ليکنه خپره کړه، چې عنوان يې دی (( د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې دې د څو برخو ترمنځ اړيکو لپاره مناسب سلوک غوره کړو)).

شي جين پينګ په دغه ليکنه کې دې ته اشاره کړې، چې د چيني شکله عصري کېدو بهير يوه سيستماتيکه پروژه ده او مجموعي پلانونو او ترتيباتو ته اړيتا لري او په دې بهير کې دې د يو لړ اړيکو مسئله په مناسبه توګه حل شي.

شي جين پينګ په خپله ليکنه کې د پلانونو او تمريناتو ترمنځ د اړيکو، د ستراتيژو او تګلارو ترمنځ د اړيکو، پر مناسبې لارې د ټينګار کولو او د نوښتونو د موندلو ترمنځ د اړيکو، د مؤثريت او برابرۍ ترمنځ د اړيکو، د حياتي قوت او نظام ترمنځ د اړيکو او د خپلواکۍ او ورخلاصون ترمنځ د اړيکو په شمول د شپږو برخو مسئلې بيان کړې دي.