د موزامبيک ولسمشر د دغه هېواد او چين ترمنځ‌ د اړیکو د لا پياوړي کېدو هيله څرګنده کړې
CMG2023/10/01 14:48:21
شريکول:

د موزامبيک او چين کلتوري مرکز چې د چين په مرسته جوړ شوی، د سپتمبر په ۲۸مه نېټه پرانيستل شوی. د موزامبيک ولسمشر فيليپ جاڅينتو نیوسي د دې مرکز پرانيستونکو مراسمو ته وينا کړې او هیله يې ښودلې،‌ چې له چين سره په بېلابېلو برخو کې د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ ټينګې او دوه اړخیزې اړيکې لا پياوړې کړي.

نوموړي د موزامبيک له اقتصادي او ټولنيز پرمختګ څخه د چين د دايمي ملاتړ او مرستې مننه وکړه. هغه د موزامبيک او چين کلتوري مرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو يو ښه برياليتوب بللی او باور يې څرګند کړی، چې دغه مرکز به د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري او هنري تبادلې زياتې کړي. هېواد يې غواړي له چين سره يو کمربند او يوه لار اباده کړي، په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته وده ورکړي.