په چين کې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو اندزه لوړه شوې
CMG2023/10/01 13:11:16
شريکول:

د چين د احصائيې ملي ادارې د تازه معلوماتو له مخې، په تېر اګست کې د دغه هېواد په ټولنه کې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو عمومي اندازه د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله ۴ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې د تېر جون په پرتله ۲ اعشاريه ۱ فيصده لوړ دی. مصرف د چين په اقتصادي پرمختګ مهم رول لوبوي.

د نوموړې ادارې وياند فو لينګ هوی وويل، چې د روان کال له پيل راهيسې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وضعيت عادي حالت ته ستون شوی او په دې سره د مصارفو بالقوه قوت ښودل او په بازارونو کې د خرڅلاو اندازې چټک پرمختګ ساتل شوی دی. د سږ کال په لومړيو اتو مياشتو کې د چين په ټولنه کې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو عمومي اندازه او د خدمتي چارو د پرچون خرڅلاو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۷ سلنه او ۱۹ اعشاريه ۴ سلنه زياتوالی ښيي.