د چين د صنعت او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې د چين د مخابراتي چارو عايدات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوي او ۱۱۴۱ ميليارډو او ۷۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي. په ورته موده کې د دغه هېواد د مخابراتي چارو عمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ اعشاريه ۶ سلنه زياتوالی ښيي.
د يادولو وړ خبره دا ده، چې د کلاوډ کمپيوټرۍ (cloud computing) په شمول د مخابراتو نويو چارو چټک پرمختګ کړی. د معلوماتو له مخې، له جنورۍ څخه تر اګست پورې د کلاوډ کمپيوټۍ په شمول نويو چارو کې د چين د دريو لويو مخابراتي تصديو عايدات ۲۳۹ ميليارډو او ۲۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ اعشاريه ۹ سلنه زياتوالی ښيي.
د اګست تر پايه پورې په چين کې د 5G سټېشنونو شمېر ۳ ميليونو او ۱۳۸ زرو ته رسيدلی دی.