د زياتو هېوادونو شخصیتونو د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز ډېره ستاینه وکړه
CMG2023/10/01 15:35:11
شريکول:

روان کال د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د مطرح کېدو له ۱۰مې کلیزې سره برابر دی. د یو کمربند او یوې لارې د نړيوالې همکارۍ درېيم فورم به په اکتوبر کې په بېجينګ کې تر سره شي. په دې وروستيو کې د یو کمربند او یوې لارې په همکاريزو پروژو کې زياتو ګډون کوونکو هېوادونو وويل چې د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز د چين له خوا وړاندې شوی او نړۍ ته يې فرصتونه او ګټې رسولي. دغو هېوادونو هيله ښودلې، چې له چین سره په راتلونکو ۱۰ کلونو کې د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ په بهیر کې لاستر پرمختګونه ومومي.

د یو کمربند او یوې لارې د وړاندیز له پلي کېدو راهیسې، متحده عربي اماراتو د خپل پراختیایي بالقوه توان، ستراتیژیک موقعیت او په سیمه کې د مخکښ اقتصادي رول پر مټ په فعاله توګه په دې وړاندیز کې برخه اخیستې ده. اوس متحده عربي امارات له چین او نورو هېوادونو سره چې د یو کمربند او یوې لارې په ابادۍ کې ګډون کوي، پراخې او متنوع اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ساتي. د ۲۰۲۳م کال د لومړۍ نیمایي د شمېرنې له مخې، د متحده عربي اماراتو او د یو کمربند او یوې لارې د ابادۍ ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ له نفتو پرته د نورو برخو د سوداګرۍ ارزښت ۳۰۵ ملیارډو ډالرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۲م کال د لومړۍ نیمايي په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.  

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د چين اوعرب تلويزيون مرستيال مدير او مشر خبريال محمد بيجي د چین مډیا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، نوموړې شمېرې له اړوندو هېوادونو سره په ګډه د یو کمربند او یوې لارې د وړاندیز د پلي کولو لپاره بنسټ برابر کړی.

د یو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز نه یوازې د اقتصاد او د پرمختګ معجزې د ترلاسه کولو لپاره مهم پول دی، بلکې د خلکو تر منځ د تګ راتګ د پیاوړ تیا او د نړیوالې ټولنې د همکارۍ لپاره يې مهم ډګر هم برابر کړی.  دغه وړاندیز بې سارې لاسته راوړنې درلودلې چې ډېر ليدلوري يې په حقيقت بدل کړي دي. په اوس وخت کې د بنسټیزو تاسیساتو ډېرې مهمې پروژې شتون لري چې نه يوازې د بېلا بېلو هېوادونو اقتصادي پرمختګ ته وده ورکوي، بلکې د سیمه ییز پرمختګ لامل ګرځي. په عین وخت کې، دغو پروژو د تصدیو د پرمختګ لپاره هم فرصتونه برابر کړي دي.

پولنډ د یو کمربند او یوې لارې د وړاندیز همکار دی او اروپا ته یوه دروازه بلل کيږي. له اوږدې مودې راهیسې، د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د پولنډ او چين د همکارۍ د پرمختګ بالقوه توان ستر دی. دواړو خواوو د برقي موټرو او شنې انرژۍ په ګډون نویو برخو کې همکاري ورځ تر بلې زیاتېږي. پولنډي سوداګر توماس سيپوا په ځايي وخت د سپتمبر په ۲۸مه نېټه د پولنډ په وارسا ښار کې د پولنډ او چين د سوداګريز سيمينار په ترڅ کې وويل چې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز یو بریالی او ځانګړی وړاندیز دی چې د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې همکارۍ ته عملي جامه ور اغوندي.

د پولنډ د سوداګرۍ ټولنې مشر ماريک کلوزکو وويل، د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د ګډون کوونکو هېوادونو د تصديو لپاره د اړيکو د پياوړتيا زمينه برابره کړې ده. پولنډ غواړي د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې د ګډې مشورې، ابادۍ او همکارۍ پر اصولو ټينګار کړي او په نوې زمانه کې له چین سره د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو باکيفيته پرمختګ ته وده ورکوي.

په تېرو لسو کلونو کې، لازیاتو هېوادونو د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز په ابادۍ کې ګډون کړی چې په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې يې ګټورې پايلې تر لاسه کړې دي. تر اوسه پورې، دغه وړانیز د نړيوالې همکارۍ ډېر لوی ډګر ګرځېدلی دی.  د بريتانیا د ۴۸ ګروپونو کلب مشر سټیفن پیري د یو کمربند او یوې لارې د وړاندیز ډېره ستاینه وکړه. هغه وويل چې دی د دغه وړاندیز د راتلونکي پرمختګ په اړه ډېر خوشبين دی. هغه باور لري چې په راتلونکو ۵۰ کلونو کې به د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز په لاښه توګه پرمختګ وکړي او نور هېوادونه به وګوري چې د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ لپاره د چين خدمتونه د ليدو وړ او ډېر مهم دي.