د چين د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد په اړه د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په اړه غبرګون وښود
CMG2023/10/01 14:47:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د سپتمبر په ۳۰مه نېټه د دغه هېواد په اړه د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د يوه تازه راپور په غبرګون کې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، ياد راپور بې اساسه دی.

 د هغه په وينا، امریکا لومړی هېواد دی، چې له عامه افکارو د وسلې کار اخلي.

امریکا له ساړه جنګ راهيسې په بېلابېلو هېوادونو او سيمو کې د خپلو ګټو پر اساس د خبري رسنيو له لارې د عامو افکارو په کنټرول پيل کړی، په عراق او سوريه کې يې هم ډول ډول دسيسې جوړې کړې، جعلي شواهد يې وړاندې کړي او پر دغو هېوادونو يې جګړې وتپلې. اوسمهال امریکا د شينجيانګ په اړه د چين پر پاليسۍ بيا بې ځايه او بې بنسټه تورونه لګولي. له ټولو حقيقتونو څخه دا په ډاګه شوې چې امریکا يو دروغجن هېواد دی، حتی د امريکا فيدرالي سناتور راندل هوارد پاول هم دا منلې چې هېواد يې نړۍ کې تر ټولو لوی دروغ خپرونکی دی.