د چين د هانکانګ ځوانو استازو د بشري حقونو په شورا کې ويناوې وکړې
CMG2023/10/01 15:03:21
شريکول:

د چين د هانکانګ د ځوانانو استازو يانګ ژونګ ژونګ او هوانګ جين دا د سپتمبر په ۲۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مې غونډې ته ویناوې کړې. نوموړو د غونډې ګډونوالو ته په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتنې قانون له پلي کېدو وروسته اړوند وضعيت ورپېژندلی او  د هانکانګ د اوږدمهالي پرمختګ په برخه کې یې د ملي امنيت ساتنې قانون ګټې روښانه کړې دي.

يانګ ژونګ ژونګ په خپله وينا کې ويلي، چې د ملي امنيت ساتنې قانون پلي کېدو نه يوازې د هانکانګ او د چين د لويې برخې ترمنځ د بېلا، بېلو تبادلو او همکاریو لپاره اسانتياوې برابرې کړې، بلکې د هانکانګ د دوامداره پرمختګ لپاره یې کلک بنسټ برابر کړی.

هوانګ جين دا چې د سيلانيزو چارو کارکوونکی دی په خپله وينا کې ويلي، په ۲۰۲۰م کال کې د ملي امنيت ساتنې قانون په پلي کېدو سره په هانکانګ کې کړکېچن وضعيت سمدلاسه پای ته رسېدلی او سيلانيانو، پانګوالو او سوداګرو ته يې د باور فضا رامنځته کړې او د هانکانګ سيلانيزو چارو ته په پرمختګ سربېره یې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.