د چين د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په رخصتۍ کې به د کورنيو مسافرو شمېر ۸۹۶ ميليونو تنو ته ورسېږي
CMG2023/10/01 14:47:52
شريکول:

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د تازه وړاندوينې له مخې، سږ کال به د چين د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په رخصتۍ کې د کورنيو مسافرو شمېر۸۹۶ ميلیون تنو ته ورسېږي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸۶ سلنه زياتوالی ښيي.

 د دې تر څنګ، د کورنيو سيلانيزو چارو عايدات به ۷۸۲ ميليارډ او ۵۰۰ ميليونو يوانو ته ورسېږي چې ۱۳۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د چين د کډوالو ادارې د تازه شمېرنې له مخې، په دې رخصتۍ کې به په منځنۍ توګه هره ورځ ۱ ميليون او ۵۸۰ زره مسافر چين او له چينه بهر ته تګ راتګ وکړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳چنده زیاتوالی ښيي.