روسيې فدراسیون د امنيتي کنفرانس مرستيال مشر دیمیتري مدویدیف د اکتوبر په لومړۍ نېټې ويلي، هغه بريتانوي سرتېري چې د اوکرايني ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي، روسي ځواکونه به یې تر هدف لاندې ونيسي.
نوموړي ويلي، چې لوېديځ هېوادونه اوکراین ته پر له پسې پوځي اکمالات برابروي او د جګړې ملاتړ ترې کوي او په وينا يې، دغه هېوادونه خلک یوې بلې نړیوالې جګړې ته ټېل وهي.
د بريتانيا دفاع وزير ګرند شاپس څه موده مخکې په يوې مرکې کې ويلي وو، چې په دغه هېواد کې د اوکرايني سرتېریو د روزنې تر څنګ به خپل پوځي روزونکي اوکراين ته هم وليږدوي.