اردوغان: ترکیه له اروپايي ټولنې نور د څه تمه نه لري
CMG2023/10/02 10:12:42
شريکول:

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سپتمبر په لومړۍ نېټې ويلي، چې اروپايي ټولنې ترکيه له لسيزو راهيسې په انتظار کې ساتلې ده او په وینا يې، ترکيه اوس له اروپايي ټولنې څخه هېڅ تمه نه لري او د رسمي غړيتوب په بهير کې به يې جبري غوښتنو او نويو شرايطو ته غاړه کېنږدي.

اردوغان په همدې ورځ د تركيې پارلمان ته په وينا کې ويلي، چې تركيې په تېرو کالونو كې له اروپايي ټولنې سره خپلې ژمنې پوره كړي، خو اروپايي ټولنې بيا له تركيې سره كړو ژمنو ته د عمل جامه نه ده اچولې.

نوموړي ويلي، اروپايي ټولنه خپل اصول، قوانین او کړنلارې له پامه غورځوي، له ترکیې سره عادلانه چلند نه کوي او د ترکیې پر وړاندې يې خپل تعصب ته دوام ورکړی دی.

ترکیې په ۱۹۸۷م کال کې د اروپايي ټولنې د غړیتوب غوښتنه وکړه او په ۱۹۹۹م کال کې یې د نوماند هېواد حیثیت ترلاسه کړ او په ۲۰۰۵م کال کې یې بیا د دغې ټولنې د غړیتوب خبرې اترې پیل کړې، خو تر اوسه يې کومه پایله نه ده ورکړې.