د نړۍ ډېرو مشرانو د چين پرمختګ ستايلی
CMG2023/10/02 11:16:49
شريکول:

په بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو کې د چين سفارتونو، کونسلګريو او ډيپلوماټيکو پلاويو د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۴مې کليزې د لمانځنې په پار مېلمستياوې او يو لړ فعاليتونه تر سره کړي دي.

په دغو فعاليتونو کې د ډېرو هېوادونو مشرانو، د نړيوالو سازمانونو مسئولينو او د بېلا بېلو برخو شخصيتونو ګډون کړی و او ځينو مشرانو د مبارکۍ پيغامونه ورليږلي دي.

يادو شخصيتونو او مشرانو د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د لاسته راوړنو لوړه ستاينه کړې او هيلې يې ښودلې، چې له دغه هېواد سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګډ خدمتونه وکړي.

 د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزي اوکونجو ايويلا ويلي، چې چين ستر پرمختګونه کړي او ډېرو پرمختيايي هېوادونو ته يې ګټې رسولې دي.

د اسرائيلو ولسمشر ايساک هيرزوګ ويلي، چې د چين ولسي جمهوريت له تېرو ۷۴ کلونو راهيسې په عصري ابادۍ کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او د نړۍ د نوښت، پرمختګ او سمسورتيا په هڅولو کې یې رغنده رول لوبولی دی.

نوموړي ويلي، چې اسرائيل له چين سره ډيپلوماټيکو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او تمه يې ښودلې، چې خپلمنځي اړيکې ورسره لا ټينګې کړي.

د امريکا او چين د سوداګرۍ ملي کمېټې مشر کرايګ ايلن د چين اقتصاد د نړيوال اقتصادي پرمختګ عمده اينجن بللی او هيله يې ښودلې، چې امريکا او چين خپلمنخي ډيالوګ ته دوام ورکړي او د اقليمي بدلون، خوراکي موادو او د عامې روغتيا په چارو کې همکارۍ پياوړې کړي.