د اسيايي لوبو د ۴۵ ډولو لوبو په ۳۲۶۴ سياليو کې ۲۴۰ طلايي مډالونه ورکړل شوي
CMG2023/10/02 10:22:19
شريکول:

 د اسيايي لوبو تشکېلاتي کمېټې د اکتوبر په لومړۍ نېټې د روانو سياليو په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړې او مسؤلينو يې ويلي، چې د تېر سپتمبر تر ۳۰ مې نېټې پورې د دغو لوبو په ۴۸ لوبغاليو کې د ۴۵ ډولو لوبو ۳۲۶۴ سيالۍ ترسره شوي او مخکښو لوبغاړو ته پکې ۲۴۰ طلايي مډالونه ورکړل شوي دي.

د هغو لوبو شمېر چې سيالۍ يې پيل شوي، د ټولو ټاکلو لوبو په اندازې کې ٪ ۷۴ نيسي او د ۲۲ هېوادونو او سيمو مخکښو لوبغاړو ته پکې ۲۴۰ طلايي مډالونه ورکړل شوي دي.

ياد مډالونه د ټولو طلايي مډالونو په اندازې کې ٪ ۵۰ جوړوي.

چين په روانو اسیايي لوبو کې د اکتوبر د دويمې نېټې د سهار تر ۹ نيمو بجو پورې ۱۳۳ طلايي، ۷۲ سپين او ۳۹ برونزي مډالونه ګټلي او د دغو لوبو د مډالونو په درجه بندۍ کې يې مخکښ ځای خپل کړی دی.

افغانستان ۴ برونزي مډالونه ګټلي او د مډالونو په درجه بندۍ کې ۲۲م ځای لري.